ازرګان کې دوه ملکي وګړي ووژل شول او ۱۰ نور ټپيان دي

ازرګان کې دوه ملکي وګړي ووژل شول او ۱۰ نور ټپيان دي


  • 1 کال دمخه (27/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 452

ارزګان ولایت کې د دوه چاودنو له امله دوه ملکي وګړي ووژل شول او لس نور ټپيان شول.

د ارزګان د والي ویاند وایي دغه پيښه تیر ماښام رامنځته شوې چې په وینا یې ټپيانو کې ۳ پولیس هم شامل دي.

نوموړی وایي لومړۍ چاودنه په یو موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله رامنڅته شوې او د دویمې چاودنې د څرنګوالي په اړه څه نه وایي.

ددغو چاودنو پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.