لوګر کې د طالبانو له زندانه ۲۲ تنه ازاد شول

لوګر کې د طالبانو له زندانه ۲۲ تنه ازاد شول


  • 7 مياشتي دمخه (26/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 191

ملي دفاع وزارت وایي ځانګړو کمانډو ځواکونو په لوګر ولايت کې د طالبانو له زندان څخه ٧ کمانډو او ۱۵ ملکي کسان ازاد کړي دي٠

ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره وایي ياد بنديان تيره شپه ددغه ولایت د څرخ ولسوالۍ په خواجه ابجوش سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په لړ کې ازاد شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې دغه کسان وسله والو طالبانو د لوګر بیلابیلو سیمو کې نیولي وو.

خبرپاڼه زیاتوي په دې عملیاتو کې یو وسله وال طالب وژل شوی او ۳ نور ژوندي نیول شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي٠