فاریاب کې ۳۲ تنه قمار وهونکې ډله نیول شوې.

فاریاب کې ۳۲ تنه قمار وهونکې ډله نیول شوې.


  • 6 مياشتي دمخه (25/01/2021)
  • خالد سهار
  • 200

د فاریاب ولایت مقام په یوه خپره کړې اعلامیه کې راغلي، چې په دې ولایت کې ۳۲ قمار وهونکې ډله نیولې ده.

 

د یاد ولایت مقام د معلوماتو له مخې، چې دغه ډله ۳۲ تنه قمار وهونکي په مرکز میمنې ښار کې د پولیسو له لوري د عملیاتو پر مهال، چې د دې ولایت والي نقیب الله فایق او د امنیت امر هم شتون درلود نیول شوي دي.

 

د دغه عملیات پر مهال د دې ولایت والي نقیب الله فایق ویلي، چې تر هغه چې زه په دې ولایت کې والي و اوسم، تر هغه به قانون ماتوونکو، غلو او قمار وهونکو سره به جدي او سخت چلند وکړي.

 

د نوموړي په وینا چې چاته به اجازه ورنه کړي، چې دلته خپولو دغه ډول کړنو ته دوام ورکړي.