اوربند او ګټور مذاکرات د افغانانو لومړیتوبونه دي.

اوربند او ګټور مذاکرات د افغانانو لومړیتوبونه دي.


  • 4 مياشتي دمخه (25/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 162

د حکومت مرکچي پلاوي مشر، معصوم ستانکزي دوحه کې د اندونیزیا له پخواني مرستیال ولسمشر یوسف کالا سره کتلي.

په دې لیدنه کې واړه لوریو د سولې پر روان بهیر خبرې کړي او ویلي یې دي چې روان تاوتریخوالی د سولې خبرې زیانمنوي او باید پر اوربند هوکړه وشي.

د افغان سولې مرکچي پلاوي مشر، معصوم ستانکزي د سولې برخه کې د اندونیزیا هیواد له هڅو ستاینه کړې ویلي یې دي چې اوربند او ګټور مذاکرات دافغانانو لومړیتوبونه دي.

معصوم ستانکزی وروسته تردې له یوسف کالا سره ناسته کوي، چې تېره ورځ د طالبانو پلاوي هم له نوموړي سره ناسته کړې وه او ترې غوښتي یې وو، چې د سولې په تامین کې ورسره همکاري وکړي.