عطا محمد نور د ناټو له ملکي استازي  سره خبرې وکړې

عطا محمد نور د ناټو له ملکي استازي سره خبرې وکړې


  • 1 کال دمخه (24/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 419

د جمعیت اسلامي اجراییه رییس عطا محمد نور افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي سټيفانو پونتیکورو سره د ویډيویي له لارې خبرې وکړې.

په دغو ويډيویي خبرو کې دواړو لورو د سولې خبرو اترو له بهیر د ملاتړ, د تاوتریخوالي پر ختمولو او دغه راز افغانستان کې د سیاسي څیرو ترمنځ د سیاسي اجماع د جوړیدو په تړاو ټینګار وشو.  

دغه راز نور د ناټو له ملکي استازي غوښتنه وکړه څو د ناټو د دفاع وزیرانو په ناسته کې چې تر راتلونکې یوې میاشتې جوړیږي د افغانستان د سولې له بهیر څخه د ملاتړ او پاملرنې غوښتنه وکړه.