ولی ویره او دهشت اچول؟

ولی ویره او دهشت اچول؟


  • 3 کاله دمخه (24/01/2021)
  • نوید احمد څرک
  • 1094

څرنګه چې ټولو ته جوته ده چې  د افغانستان مظلوم او کړیدلی ولس له څلور لسیزو راهیسي د یوې تپل شوي جګړي او د نورو د ناوړو موخو لپاره د یوې نامعلومې جګړي په اور کې سوځي او هره ورځ قرباني ورکوي او له بده مرغه چې دا لړۍ همداسې روانه ده، چې زمونږ د مظلوم ولس او د اسلام او انسانیت دښمنان(طالبان) د اسلام او جهاد له نامه څخه په ناوړي ګټي اخیستو سره زمونږ د ملت پر وړاندې له هیڅ ډول جنایت، تاوتریخوالي او بیرحمانه وژنو څخه ډډه نده کړي او د خپلو دغو جنایتونو تر څنګ یې تل هڅه کړي تر څو د خپلو کاذبو او درواغجنو تبلیغاتو او شایعاتو په خپرولو سره زمونږ د ولسوونو تر منځ د ویري، وحشت او تاوتریخوالي څپي خوریږي. حال دا چې الله تعالی د احزاب سوري په (۶۰) آیت کې د منافقینو او شایعه خپرونکو په اړه داسې فرمایلي دي: ژباړه:( که چیري منع نه شول منافقان او د هغه خلق چې په زړونو د هغوي کښې مرض دی، او هوایي خبري ښورونکي په مدینه کښې، نو خامخا به مسلط کړو مونږ تا په دوي باندې، بیا به دوي پاتي نشي تاسره په مدینه کې مګر لږه موده).

د پورته ذکر شوی آیات په تفسیر کې عکرمه (رض) وایي: (په دغه ځای مراد له هغوي څخه زناکاران دي او شایعه جوړونکي په مدینه کې، هغه درواغجن خبرونه چې د مسلمانانو د ضعف، بې وسې او جلاکیدو او پر هغوي د مشرکینو د غلبې ښکارندوي کوي خپروي، له شک، نفاق او شایعه جوړونې  لاس نه اخلي. چې بې له شکه به تا پر هغوي باندې مسلط کوم،  او ته به زما په دستور او فرمان سره هغوي وژني او له منځه وړي تر څو  وروسته له هغه هغوي په مدینه کې پاتې نشي مکر لږه موده. ، ځکه چې زه تاسو ته دستور درکوم تر څو هغوي له مدیني وشړي. هو دغه شایعه جوړونکي او ویره اچوونکي ډلي په مدینه کې هغه خبرونه خپرول چې کله به یې د مسلمانانو د ماتي، کله به یې د هغوي پر وړاندې د خپلې بریا او کله به یې هم په مدینه کې د مسلمانانو پر وړاندې د پراخې جګړي خبرونه خپرول، حال د ا چې دغه ټول شایعات دروغ ول، چې دغه ډول شایعاتو به د مسلمانانو زړونه ماتول او د هغوي پر روحیه به یې بده اغیزه کوله، چې الله تعالی د دغه آیت په نزول سره هغوي وګواښول).

که څه هم دغه مبارک آیت په مدینه کې د منافقینو په اړه دی، خو حکم یې عام دی چې د اسلام د دښمنانو سر بیره  زمونږ د مظلوم او کړیدلی ولس دښمنان هم په بر کې نیسي تر څو له خپلو منافقانه اعمالو او شایعه خپرول څخه چې  د مسلمانانو په منځ کې د ویري او وحشت د رامنځته کیدو سبب کیږي مخنیوي وکړي.

طالبانو د تیر په شان یو ځل بیا  وروسته له هغه په داسې ویره اچوونګي خبرو او شایعاتو خپرول لاس پورې کړ اود حکومت تر څڼګ یې ولس هم په خپلو ترهګریزو بریدونو او کړنو سره وګواښوو، چې د افغانستان اسلامي جمهوری دولت لومړي مرستیال د افغانستان د مظلوم ملت د دښمنانو او قاتلینو وروستي اعمال په کلکه وغندل او د هغوي د اعدام کولو غوښتنه یې وکړي تر څو نور دوي د خپلو دغو ناوړو اعمالو( هدفې وژنې، چاودنو، ځان وژونکو او ورته نورو ترهګریزو بریدونو) سزا وویني او د نورو  افغان دښمنو او جنایتکارو ډلو لپاره د عبرت سبب شي، ځکه چې د هغوي ټول اعمال د اسلام او  انسانیت پر خلاف دي.

دلته ډیره مهمه خبره دا ده چې، طالبانو د دغو وروستیو هدفي وژنو او جنایتونو مسوولیت پر غاړه نه اخیست او هغه به یې کله د حکومت او کله هم د ځنیو نورو ډلو  کار باله،  خو کله چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دغو جنایتکارانو د محکې او اعدام غوښتنه وکړه، سمدلاسه طالبانو عکس العمل وښود او دغه کسان یې د خپلې ډلي وبلل او دهغوي په محکمه او اعدم یې کولو سره حکومت او افغان ملت د ورته نورو ترهګریزو بریدونو په تر سره کولو سره وګواښه، نو دلته دا خبره په خپله راڅرګنده شوه چې د دغو وژنو تر شان د طالبانو لاس دی.

همدا رنګه د اسلام ستر پیامبر حضرت محمد(ص) فرمایلي دي. ژباړه( چې حلال ندی پر مسلمانانو چې خپل ورور وویروي او هغه په ډار او ویره کې وغورځوي).

طالبان له یوې خوا په دوحه کې د سولې د خبرو په درشل کې د خپلو شخصي ګتو په موخه د ملي ګټو او د افغانستان

د ولس د غوښتنو پر خلاف عمل کوي او له بل لورې د اسلام ضد او انسانیت ضد کړنو په تر سره کولو سره زمونږ د ګړیدلي ولس تر منځ د ویري او وحشت په خپرولو سره غواړي چې په افغانستان کې د نورو ګتي خوندي ساتلو لپاره ځانونه واګ ته ورسوي.

 همدا رنګه الله تعالی د قرآن عظیم الشان د نسا سورې په (۹۳) آیت کې فرمایلي: ژباړه:(  څوک چې یو مومن په قصد سره قتل کړي دهغه سزا تل پاتی  دوزخ دی، او الله تعالی  خپل عذاب پر هغه نازل کوي، هغه له خپل رحمت څخه بې برخی کوي او دهغه لپاره لوی عذاب دی).

د اسلام ستر پیامبر(ص) بیا هم فرمایلي: ژباړه: ( د مومن وینه تویدل  او د مومن آبرو او عزت تویدل  او دهغه پر مال تیری پر مومن حرام دی).

خو له بده مرغه چې د اسلام او انسانیت دښمنان( طالبان) د پورته یادو شویو آیاتو او احادیثو پر خلاف هره ورځ زمونږ د مسلمان او مظلوم ولس پر مال، آبرو، حیثیت او ویني تویدلو تیری کوي، چې د اسلام مقدس دین د دوي دغه ناوړه اعمال په کلکه غندي، ځکه چې هغوي په ویلو، اعمالو او کړنو کې د قرآن او سنتو پر خلاف عمل کوي.

طالبان دا باید په یاد ولري چې دوي  په دغه ډول  غیر اسلامي او انساني کړنو او ګواښونو سره يوازې د قطر په پلازمينه دوحه کې روانې د سولې خبرې سبوتاژ کوي او نه غواړي چې افغانستان کې دغه اوږده جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسيږي. خو دوی بايد درک کړي، چې دغه ډول کړنې به يې يوازې ملت ته نوره هم  د دوي د سولې  او اسلام  ضد څيرې څرګندې کړي او بس.