د کرونا ویروس د ۷۷ تازه پیښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۷۷ تازه پیښو ثبتیدل


  • 6 مياشتي دمخه (24/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 194

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ددغه ویروس ۷۷ تازه پیښې ثبت شوي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي له تازه ثبت شویو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو ناروغانو شمیر ۵۴ زره او ۶۷۲ تنو ته ورسید.

د مسوولنیو په وینا تر اوسه په ټول هیواد کې له کرونا ویروس څخه دوه زره او ۳۸۶ تنه مړه شوي او ۴۷ زره او ۲۹۸ تنه نور بیرته ترې رغیدلي دی.