فراه کې ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

فراه کې ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


  • 6 مياشتي دمخه (24/01/2021)
  • خالد سهار
  • 206

د یاد وزارت په یوه شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په فراه کې د یو هوایي برید په پایله کې ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 

دغه وزارت وایي، چې تېره ورځ وسله وال طالبان د دې ولایت په "بالابلوک " ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د فاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.

 

یاد وزارت زیاتوي، چې دفاعي او امنیتي ځواکونو له لوري دغه وسله وال په نښه کړای شول او د هوایي قواوو په ملاتړ د هوایي برید په پایله کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې ملي دفاع وزارت تر ډېره په دغه ولایت کې وسله والو طابانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.