طالبان ریښتینې سوله نه غواړي

طالبان ریښتینې سوله نه غواړي


  • 6 مياشتي دمخه (24/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 185

بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان دې طالبان اوربند ته وهڅوي. د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې افغان دولت سولې ته تر بل هرڅه ډېره اړتیا لري او د سیمې او نړیوال هیوادونه کولای شي، د افغان سولې پروسه کې رغنده رول ولوبوي او افغان حکومت د هر هیواد د همکاریو هرکلی کوي.

دغه وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت  د وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، پاکستان دې د تشدد د زیاتېدو پر ځای طالبان سولې ته وهڅوي.

د یاد وزارت په خبره، افغان حکومت تل سولې ته نیک نیت ښودلی، خو طالبان بیا په افغانستان کې ریښتینې سوله نه غواړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي وه، چې امریکا دې له طالبانو سره شوې هوکړې ته ژمنه پاتې شي.