امریکا باید د دوحې تړون ته ژمنتیا وښیي

امریکا باید د دوحې تړون ته ژمنتیا وښیي


  • 6 مياشتي دمخه (24/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 250

امریکا باید د دوحې تړون ته ژمنه پاتې شي.

طالبانو د امریا په غبرګون کې ویلي، مونږ ژمن یو امریکا هم باید ددواړو لوریو ترمنځ تړون ته ژمنه پاتې شي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار د هغو څرګندونو په غبرګون کې، چې دوی به ددوحې تړون له سره و ارزوي، ویلي طالبان ددوحې هوکړې ته ژمن دي او مونږ تمه لرو چې د امریکا نوی حکومت به هم ژمن پاتې شي.

نعیم وردګ یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي هم ویلي وو، چې د امریکا نوی حکومت باید له طالبانو سره ددوحې هوکړې ته درناوی ولري.

افغان حکومت بیا د امریکا لخوا له طالبانو سره د شویې هوکړې، د بیا کتنې هرکلی کړی.