پولیس دې ټولنیزو پاڼو کې خپل انځور نه خپروي

پولیس دې ټولنیزو پاڼو کې خپل انځور نه خپروي


  • 10 مياشتي دمخه (23/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 260

کورنیو چارو وزارت په ټولنیزو پاڼو کې د پولیسو د انځورولو خپرول منع کړل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي هیڅ پولیس حق نه لري چې خپل انځور په ټولنیزو پاڼو کې خپور کړي او په وینا یې که کوم پولیس له دې چارې سرغړونه وکړي له قانوني چلند سره به مخ شي.

کورنیو چارو وزارت ددې کار لامل نه دی روښانه کړی خو ښايي امنیتي مسایل یې د یادې چارې یو لامل وي.

دمګړی ډیری پولیس په ټولنیزو پاڼو کې ځانګړي حسابونه لري او له همدې لارې خپل انځورونه خپروي چې ښایي د امنیتي منسوبینو د ترور یو لامل هم همدا وي.