زابل کې ۱۲ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

زابل کې ۱۲ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


  • 3 کاله دمخه (23/01/2021)
  • خالد سهار
  • 1021

د یاد ولایت سیمه ییز چارواکو رسنیو ته ویلي، چې په شاجوی کې ۱۲ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

د دغه ولایت د چارواکو په وینا، چې تېره شپه ددې ولایت په شاجوی ولسوالۍکې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په مخامخ جګړه کې ۷ وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

 

د رسنیو د راپورونو له مخې، چې د دې ولایت د دوهمې پلې لوا قومندان سید بابا منصور ویلي،  چې تېره شپه درې بجې وسله والو طالبانو د شاجوی ولسوالۍ پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

 

راپور زیاتوي، چې ښاغلي منصوري وايي، چې د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې ۷ وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.

 

بل لورته وسله والو طالبانو په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.