لوګر کې د تیلو ټانکر موټر چلونکی ووژل شو

لوګر کې د تیلو ټانکر موټر چلونکی ووژل شو


  • 6 مياشتي دمخه (22/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 250

د لوګر ولایت اوسیدونکي وایي وسله والو طالبانو د لوګر کابل پر لویه لاره د تیلو پر یو ټانکر وسله وال برید وکړ چې له امله یې د یاد ټانکر موټر چلونکی وژل شوی.

عیني شاهدان وایي دغه ټانکر موټر په بشپړه توګه سوځیدلی او موټر چلونکی یې د وسله والو له خوا وژل شوی.

د لوګر امنیتي مسوولینو او وسله والو طالبانو تر اوسه ددې پیښې په تړاو څه نه دي ویلي.