کندهار کې  ۲۶ طالبان وژل شوي.

کندهار کې ۲۶ طالبان وژل شوي.


  • 8 مياشتي دمخه (22/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 232

کندهار کې ۲۶ طالبان وژل شوي.

د ملي امنیت ځواکونه وایي، د کندهار په پنجوایي ولسوالۍوکې یې ددرې طالبا قومندانانو په ګډون ۲۶ وسله وال طالبان وژلي.

 

ملي امنیت ځانګړي د ځواکونو په خبره، چې د عملیاتو پر مهال یې د کندهار په ژیړۍ او پنجوایي ولسوالیو کې د طالبانو د جلب او جذب مسوول حافظ مجید، معاذ معاوین، عبیدالله مشهور په عبیده او د فراه ولایت د سرې قطعې قومندان مولوي محمد صادق په ګډون ٢٦ طالبان وژل شوي او ګڼ شمیر یې ټپیان دي.

بل طرف بیا ملي امنیت ځواکونو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې له پرون راهیسې د ننکرهار په بیلابیلو سیمو کې د شاوخوا پنځوس طالبانو د وژلو خبر ورکړی.

یاد خبرونه په داسې حال کې خپریږي، چې د افغان سولې پر سر د دواړو لوریو پلاوی په دوحه کې پر دویم پړاو مذاکراتو بوخت دي