ولسمشر غني وایي، سرتېرو ته به د وظایفو په جریان کې د کار اسانتیا رامنځ ته شي.

ولسمشر غني وایي، سرتېرو ته به د وظایفو په جریان کې د کار اسانتیا رامنځ ته شي.


  • 8 مياشتي دمخه (21/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 248

ولسمشر غني هرات کې له امنیتي ځواکونو سره لیدنه وکړه.

ولسمشر اشرف غني په هرات کې د مېشتو امنيتي او دفاعي ځواکونو هڅې وستایلې او د هغوی له کورنيو يې مننه وکړه چې د هېواد د ساتنې لپاره د خپلو اولادونو ترڅنګ ولاړې دي.

‎جمهور رئیس په هرات کې مېشتو امنيتي او دفاعي ځواکونو ته ډاډ ورکړ چې د حکومت د رهبرۍ بشپړ ملاتړ له ځان سره لري، پر وخت به يې حقوق اجرا کېږي او د وظایفو په جريان کې به ورته کاري اسانتياوې رامنځته کېږي.

‎ولسمشر غني و ويل، په رهبرۍ کې به هم ښځينه منسوبينو ته د خدمت زمينه برابرېږي او د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په ليکو کې يې د هغوی د رول پر برجسته کولو ټينګار  وکړ