افغان لوبغاړو نړۍ ته د نوي افغانستان تصویر وړاندې کړی.

افغان لوبغاړو نړۍ ته د نوي افغانستان تصویر وړاندې کړی.


  • 8 مياشتي دمخه (21/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 290

 

ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، لوبغاړو نړۍ ته د نوي افغانستان تصویر وړاندې کړی.

وروسته له هغې، چې افغان کرکټ ملي لوبډلې ایرلینډ ته ماتې ورکړه او ځوان لوبغاړي رحمان الله ګربز پکې خپله لومړنۍ سلیزه ووهله، په کور دننه د ګربز سلیزې د یو شمیر لوړ پوړو چارواکو مبارکیانې له ځان سره لرلې. د هیواد د روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم افغان ولس ته د یادې سیالۍ مبارکۍ ورکړې. نوموړي د ګربز دسلیزې په تړاو په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي" د کرکټ ملي لوبډلې او نورو افغان ځوانانو د ورزش په ډګر کې تل ویاړونه او لاسته راوړنې خپلې کړي دي. نړۍ ته یې د نوي افغانستان تصویر نندارې ته وړاندې کړی او دا د دې ښودنه کوي، چې افغانان سوله خوښي او له نړۍ سره د ځان برابرولو هوډ او ظرفیت لري. دا ویاړونه او لاسته راوړنې به د سولې په هڅو او مذاکراتو کې خوندي پاتې کېږي بلکې د سولې تامین به افغان ځوانانو ته د نورو پرمختګونو لپاره هم زمینه برابره کړي."

رحمان الله ګربز  د یو ورځنیو لوبو په تاریخ کې ۱۶م لوبغاړی شو، چې په خپله لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې سلیزه جوړوي.