پنټاګون غواړي د بایډن اداره له خنډونو سره مخ کړي.

پنټاګون غواړي د بایډن اداره له خنډونو سره مخ کړي.


  • 1 مياشت دمخه (21/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 57

د امریکا نوي حکومت ته پنټاګون د افغان جګړې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوي حکومت ته پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت د افغان جګړې په اړه معلومان نه دي ورکړي

پولیټکو نشریه وایي، پنټاګون نه غواړي چې د امریکا نوی حکومت د افغان جګړې په اړه معلومات ولري. دغې نشریې همداراز زیاته کړې، چې بنټاګون د خپلو ځواکونو په اړه هم له څه ویلو ډډه کړې.

د راپور په حواله، ټرمپ په پنټاګون کې ځېنې کسان په دندو ګمارلي، چې دا دهغوی کار دی او په دې کار سره غواړي د بایډن اداره له خنډونو سره مخ کړي

  که څه هم بایډن د افغان حکومت په اړه خپله تګلاره لاهم نه ده واضح کړې، خو تر دې وړاندې ترې افغان حکومت غوښتي وو، چې له دوی سره کړې هوکړې ته درناوی ولري.