ګربز او راشد ایرلنډ ته د ۲۸۸ منډو هدف ورکړ

ګربز او راشد ایرلنډ ته د ۲۸۸ منډو هدف ورکړ


  • 6 مياشتي دمخه (21/01/2021)
  • بختيار ساحل
  • 229

د متحده عربي اماراتو په ابو دوبۍ لوبغالي کې له ایرلنډ سره د یو ورځنیو سیالیو په لړ کې ( کرکټ یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام غوره لوبو) د ځوان ګربز د لومړني ګډون او لومړنۍ سلیزې او راشد خان چټکې نیمه سلیزې پر مټ ایرلنډ ته د ۲۸۸ منډو هدف ورکړ.

د تل په څېر بیا هم اصغر افغان، ګلبدین نایب او محمدنبي تر زیات فشار لاندې ولوبیدل او زر وسوځیدل.

په دې لوبه کې عظمت الله عمرزي ته هم د لومړي ځل لپاره موقع ورکړل شوې وه چې ۲ منډې یې وکړې.

د ایرلنډ لپاره بیا انډي مکبراین په لومړي ځل ۵ ویکټې ترلاسه کړې.