کابل کې چاودنې دوه تنه ووژل او ۳ نور ټپیان کړل

کابل کې چاودنې دوه تنه ووژل او ۳ نور ټپیان کړل


  • 8 مياشتي دمخه (20/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 206

د کابل امنیتي مسوولین وایي نن ماښام شاوخوا ۵ بجې او ۲۵ دقیقې د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند دارالامان سیمه کې د چاودنې له امله دوه تنه ووژل شول او ۳ نور ټپیان دي.

د مسوولینو په وینا دغه چاودنه د فیض محمد کاتب واټ ته څیرمه پر یو کرولا ډوله موټر شوې چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغوي وایي چاودنه د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې او پړه یې تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.