سبا د افغانستان او ایرلنډ کرکټ سیالۍ پیلیږي

سبا د افغانستان او ایرلنډ کرکټ سیالۍ پیلیږي


  • 6 مياشتي دمخه (20/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 243

سبا د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو نړیوالو لوبو سریز په اماراتو کې پیلیږي.

د کرکټ بورډ اداره وایي چې افغان لوبغاړو دغه سریز ته پوره چمتوالی نیولی او افغان لوبډلې تیره ورځ په تمریناتي لوبه کې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړې ده.

یادې لوبې چې د افغانستان په کوربتوب تر سره کیږي تیر کال د کرونا وبا د خپریدو له امله ټولې لوبې ځنډیدلې وې او دا له یو کنل ځنډ وروسته لومړی ځل دی چې افغان ملي لوبډله په یوې نړیوالې لوبې کې سیالي کوي.

له دې مخکې کرکټ بورډ ویلي چې دا لوبې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته د غواروي سیالیو پیل دی چې د ۱۲ لوبډلو تر منځ به اته غوره ټیمونه دغه جام ته لاره پیدا کړي.