بغلان کې د یو قومي مشر کور کې ماین چاودنه

بغلان کې د یو قومي مشر کور کې ماین چاودنه


  • 10 مياشتي دمخه (20/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 354

د بغلان امنیتي مسوولین وایي ددغه ولایت په مرکز پلخمري کې د یو قومي مشر په کور کې د ماین چاودنې له امله یو تن وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان دي.

د مسوولینو په وینا دغه چاودنه د قومي مشر ملا علم په کور کې رامنځته شوې چې له امله یې د نوموړي په ګډون ۱۰ تنه ټپیان شوي.

ویل کیږي چې ملا علم په بغلان کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان دی.

ددغې چاودنې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې خو په اړه یې څیړنې روانې دي.