لیونل مسي په دوه لوبو کې له لوبیدو منع شو

لیونل مسي په دوه لوبو کې له لوبیدو منع شو


  • 1 کال دمخه (20/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 462

لیونل مسي له هغه وروسته چې تیره یکشنبه د اتلاتیک بیلباو لوبډلې له لوبغاړي ایر ویلالیبر سره په قصدي ډول ټکر وکړ او سور کارټ یې واخیست د هسپانیا د فوټبال فډراسیون له خوا په راتلونکو دوه لوبو کې له لوبېدلو منع شو.

دا لومړی ځل دی چې د شپږو طلايي توپونو ګټونکی مسي د بارسلونا له ترکیب څخه په دوه لوبو کې محرومیږي.

د بارسلونا او بیلباو لوبډلو تېره یکشنبه د اسپانیا د غوره جام پایلوبې ګټلو لپاره سره سیالي وکړه چې اتلاتیک بیلباوو په ۲-۳ ګولونو بارسلونا لوبډله ماته کړه.

له دې سره د باسلونا لوبډلې اعلان کړی چې د هسپانیا د فوټبال فډراسیون باید د مسي په اړه له سره غور وکړي.

دغه بې ساری محرومیت به لیونل مسي راتلونکې پنجشنبه او یکشنبه د کورنیلا او الچه لوبډلو سره د بارسلونا غړیتوب له لاسه ورکړي.