افغان حکومت د پاتې طالب بندیانو د خوشې کېدو نیت نلري.

افغان حکومت د پاتې طالب بندیانو د خوشې کېدو نیت نلري.


  • 4 مياشتي دمخه (20/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 147

 د ولسمشر سلاکار وحید عمر وایي، افغان حکومت د طالبانو پنځه زره بندیان په خورا ښه نیت ورخوشې کړل، خو طالبانو پخپلو ژمنو وفا ونکړه. دی وایي د پنځه زره طالب بندیانو له خوشې کولو وروسته، جګړو او هدفي وژنو زور اخیستی.

وحید عمر وایي، افغان حکومت دا ځل دطالب بندیانو د خوشې کیدو نیت نلري، ځکه دده په خبره، چې د تیرو پنځه زره طالب بندیانو خوشې کیدل د افغان حکومت لپاره یو ترخه تجربه وه. نوموړي ویلي، طالبانو د خپلو ژمنو پر نه عملي کیدا سره د نورو بندیانو د خلاصون لپاره هیڅ راز دلیل نه دی پریښی. بل طرف بیا طالبان د خپلو پاتې بندیانو خلاصون ددوهم پړاو مذاکراتو د اجنډا په سر کې راوستی او له حکومت غواړي، چې پاتې طالب بندیان دې هم خوشې کړي.

وحید عمر یادې څرګندونې په داسې مهال کوي،چې تېره ورځ د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي وه، چې د طالبانو بندیان باید اعدام شي.