کندز کې ۲۳ افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتل

کندز کې ۲۳ افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتل


  • 10 مياشتي دمخه (19/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 295

د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي وایي په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو د تیرې شپې په دوه بیلابیلو بریدونو کې افغان هغو ته درانه تلفات اوښتي دي.

د کندز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي وایي وسله والو طالبانو په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستې د برید په پایله کې ۱۳ د ملي اردو او ۴ ولسي پاڅون کوونکي وژلي دي.

د نوموړي په وینا وسله والو طالبانو د کندز ښار د دریمې ناحیې اړوند باغ شرکت سیمه کې هم د افغان ځواکونو پر پوسته برید کړی چې له امله یې ۶ افغان ځواکونه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

نوموړی وایي چې په دغو نښتو کې وسله والو طالبانو ته هم تلفات اوښتي خو شمیر یې معلوم نه دی.

رپوټونه وایي چې په یادو نښتو کې دوه ملکي وګړي هم وژل شوي.

د ۲۱۷ پامیر قول اردو وایي چې دغو نښتو کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او افغان ځواکونو ته د اوښټې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه وایي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې وسله والو یې ددغو بریدونو په پایله کې ۲۱ افغان سرتیري وژلي.