پروان کې د ډزو له امله د یو تن وژل کیدل

پروان کې د ډزو له امله د یو تن وژل کیدل


  • 9 مياشتي دمخه (19/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 227

د پروان ولایت امنیتي مسوولین وایي د یاد ولایت په جبل الاسراج ولسوالۍ کې د دوه تنو تر لفظي شخړې وروسته یو تن په ډزو سره وژل شوی.

د امنیتي مسوولینو په وینا تیره ورځ ناوخته د دوه ډلو ترمنځ لومړی لفظي شخړه رامنځته شوې چې وروسته ډزې شوي او له امله یې د محمد نبي په نوم یو تن وژل شوی دی.

د مسوولینو په وینا  د لفظي شخړې د رامنځته کیدو لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی خو د پیښې په تړاو دوه تنه نیول شوي او څیړنې دوام لري.