ایرلینډ په دوهمه لوبه کې اماراتو ته ماتې ورکړه.

ایرلینډ په دوهمه لوبه کې اماراتو ته ماتې ورکړه.


  • 10 مياشتي دمخه (18/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 296

ایرلینډ له امارتو خپل غچ واخیست.

ایرلنډۍ لوبډلې په دوهمه لوبه کې اماراتو ته د ۱۱۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه. ایرلنډۍ لوبډلې په توپ وهنه کې د کورتیز کمپر او سیمي سینګ د نیمه سلیزو پرمټ اماراتو ته د ۲۲۹ منډو هدف ورکړ. د اماراتو لوبډله یاد هدف ته په رسیدو کې پاتې راغله او ټوله لوبډله یې په ۱۱۶ منډو وسوځیده. 

د ایرلینډ لپاره په توپ اچونه کې سیمي سینګ لس اورونه ترسره کړل، څلور یې میډن، ۱۰ منډې یې ورکړې او پنځه ویکټې یې واخیستې او د لوبې دغوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.

تر دې وړاندې ددواړو هیوادونو ترمنځ لومړۍ سیالۍ اماراتو ګټلې وه.