بغلان کې د طالبانو برید کې ۱۲ نه وژل شوی

بغلان کې د طالبانو برید کې ۱۲ نه وژل شوی


  • 10 مياشتي دمخه (18/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 240

د بغلان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي په دغه ولایت کې پر یوه امنیتي پوسته د طالبانو په برید کې د ملي اردو ۱۲ سرتیري وژل شوي.

د چارواکو په وینا وسله والو طالبانو د پلخمري ښار اړوند بغلان – سمنګان او بغلان – کندز لوې لارې اړوند افغان ځواکونو پر یوه پوسته برید کړی چې له امله یې د ملي اردو ۱۲ سرتیري وژل شوي، ۲ تنه ټپیان دي او ۲ نور لادرکه شوي دي.

د چارواکو په وینا په دغه نښته کې د ملي اردو دوه ټانګونه هم د طالبانو له خوا سوځول شوي او پوسته یې له منځه وړل شوې ده.

د سیمې اوسیدونکي وایي چې افغان ځواکونو ته هیڅ مرستندوي ځواکونه نه دي رسیدلي.

خو بغلان کې د ملي اردو د لوا قوماندان وايي په دغه نښته کې ۳ افغان سرتیري وژل شوي او د طالبانو برید په شا تمبول شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.