لغمان کې  ملي امنیت ځواکونو د طالبانوڅلور غړي نیولي.

لغمان کې ملي امنیت ځواکونو د طالبانوڅلور غړي نیولي.


  • 4 مياشتي دمخه (18/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 167

دلغمان د ملي امنیت ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پرمهال د بېلا بېلو جرمونو په تور د وسله والو طالبانو ۴ مهم غړو نیولي

 

د  لغمان د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د"لغمان ولایت د ملي امنیت منسوبینو د خپلو اوپراتیفي هڅو په پایله کې په تېره یوه اونۍ کې ددې ولایت په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو ۴ مهم غړي چې په بېلا بېلو ترهګریزو فعالیتونو کې ښکیل و نیولي دي."

نیول شویو کسانو پخپلو جرمونو اعتراف کړی او اوس مهال تر پوښتنو لاندې دي.

یاد کسان د ماینونو ځای پرځای کولو، ترور، تخریبي او نورو ګڼو ترهګریزو فعالیتونو په ترسره کېدو کې ښکیل وو.