دوحه کې ددواړو لوریو ترمنځ ناسته شوې.

دوحه کې ددواړو لوریو ترمنځ ناسته شوې.


  • 6 مياشتي دمخه (18/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 201

دوحه کې ددواړو لوریو ترمنځ ناسته شوې.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ ددواړو لوریو ترمنځ د ناستې خبر ورکړی. وردګ ویلي، ددواړو ډلو ځینو غړو او مشرانو لیده کاته کړې، د نعیم په خبره لاهم د اجنډا پر توحید کار روان دی او دواړو لوریو پر دې بحث کړی، چې د راتلونکي پړاو خبرې څنګه تنظیم کړي. بل طرف د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړي، نادر نادري هم ددې لیدنې خبر ورکړی دی.

تر دې وړاندې داسې ویل شوي وو، چې طالب لوری خبرو ته لاهم تیار نه دی. بلخوا ځینې راپورونه داسې هم خپاره شوي وه، چې طالبانو د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن د لوړې تر مراسمو پورې خبرې ځنډولي، خو پرون له زلمي خلیلزاد سره تر لیدنې وروسته نن ددواړو لوریو ترمنځ خبرې شوي.