حنیف اتمر وایي، کابل کې نننی برید خواشینونکی دی.

حنیف اتمر وایي، کابل کې نننی برید خواشینونکی دی.


  • 5 مياشتي دمخه (17/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 157

د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر کابل کې نننی برید غندلی.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې نننی برید خواشینونکی یاد کړی او په کلکه یې غندلی نوموړي پرخپله فیسبوک پاڼه لیکلي"‏په کابل کې د دوو تنو ښځينه قاضيانو ترور مايوسه کړم. دردونکی، د افغاني او اسلامي فرهنګ ضد عمل دی. د افغانستان قضایی بنسټ د اسلامي عدالت نښه ده، د دې بنسټ پر کارکوونکو بريد د سولې پر بهير بې باوري ‌‌‌‌‌‌زياتوي. د شهيدو قاضيانو اروا ته دعا کوم، کورنيو او دوستانو ته يې تسليت وايم."

یاد برید نن سهار د کابل په تایمنیو سیمه کې ترسره شو، چې په پایله کې یې دوه ښځینه قاضیانې په شهادت ورسیدې او دړه نورې ټپیانې شوې.