مينه ګنا كهﻟﯧﻮنتوب


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • جلال ﺧﭙﻠﻮاك
  • 363

هر مازديګر به ﻣﯥ يو ځل ځان ﻫﯿﺮاوه . د ﻫﻐﯥ د روښانه مخ په ا جزاؤ ﮐﯥ به ﻣﯥ چكر واهه . ماښام به كله چې {ما} ته را وه ګر ځېدم . نو د خپل وجود مخورو چاروا كو به راته ويل :
څه درﭘﯧښه ده چې هره ورځ په نامالومه هوا ﮐﯥ الوت كوﯤ ! په خپل وجود ﮐﯥ دننه ارام ژ وند كوه . كنه نو يوه ورځ به دﯤ د ستورو په ﺗﯧﺮو چا كو ګا نو باندﯤ وزرونه غوڅ شي . رټ به راولوﯦږ ﯤ ، هډونه به دې مات شي .
ما به د خپل وجود مخورو چاروا كو ته وويل !
ښه ده ، بيا به كله هم د باندﯤ راوه نه وځم . همدلته به له تاسو سره يوځاى په خپل وجود ﮐﯥ دننه ګډ او ارام ژ وند كوم . خو كله به چې مازديګر مهال بيا ﻫﻐﯥ ته مخامخ شوم . نو د اننګو ښكلي ر ڼا به ﯾﯥ هوش راځينې واخيست او په هماغه ﭘﺨﻮانۍ لاره به په منډه د خپل وجود له ﻫﯧﻮاد څخه ور ﭘﺴﯥ راووتم .
تر ما ښامه به ﻣﯥ د ﻫﻐﯥ د اننګو په ښكلي ر ڼا باند ﯤ ځان ښكلى كاوه . بېګا ته به بيا په خپل وجود ﮐﯥ دننه د مخورو چاروا كو لخوا د ګوا ښونو او تر ټنو سره مخامخ وم .
دوى به په يوه او بل دليل زما ﭘﺮ ته د دوى له پو ښتنې د خپل وجود له ﻫﯧﻮاد څخه وتل ردول او هغه به ﯾﯥ زما د وجود له ټاكلي تګلارﯤ څخه بغاوت باله . خونن سبا زما هم په نومو ړي كار ﮐﯥ ښې ستر ګې ﭘﺨﯥ شوي وﯤ .
هر وخت به ﻣﯥ چې هغه وليده ، نو ﭘﺪﺍﺳﯥ حال ﮐﯥ چې زما د وجود ټول غير عادي و ګړي به هم ناست وو. ﺑﯥ پوښتنې
به ورځينې راووتم ، اوكه كوم يوه به را ځينې وﭘوښتل بيا ﭼﯧﺮته روان ﯾﯥ؟ نو په ويا ړ
سره به ﻣﯥ ورته وويل سپوږ مۍ ته ﺧﯧژم .
غواړ م چې په ر ڼا باندﯤ ﯾﯥ ځان ښكلى كړ م . زما ددﯤ عمل په وړاندﯤ يوه شپه د ما خسوتن له لما نځه څخه وروسته زما دوجود ټولو مسؤلينو او د فا عي منصبدارانو يوه بيړنۍ غونډه راوبلله .
تر څو ما ته د خپل ﻫﻤﯧﺸﻨﻲ عمل د ګنا او ثوا ب په اړه قنا عت را كړي . په نومو ړ ﯤ غونډه ﮐﯥ زما د وجود د فاعي منصبدارانو ته ددﯤ لپاره د ګډون بلنه وركړل شوي وه .
چې زما دسرزور ۍ او قناعت نه كولو په صورت ﮐﯥ له پو ځي د ليل څخه كا ر واخلي او ﺧﭙﻠﯥ هر ډول ﭘﺮېکړﯤ منلو ته ﻣﯥ اړ باسي .
ما چې د ﻫﻐﯥ د مخ په مباركو لمنو ﮐﯥ د ما خسوتن لمونځ ادا کړ , ﺑﯧﺮته خپل وجود ته راوګرځېد م . كله چې د خپل وجود مستقل ﻫﯧﻮاد ته راننوتم , نوحالات له يوﯤ ﻣﺨﯥ بل ډول راته وبر ﯦښېدل هېڅوك ﭘﺨﭙﻞ ځاي موجود نه وو .
ټو ﻟﯥ ﺷﺒﮑﯥ په ټپه در ﯦﺪلي و ﯤ .
د يوه نا اشنا حالت سره مخامخ شوى وم . لكه مړ ئ چې په قبر ﮐﯥ راويښ شي . يوﯤ خوا او ﺑﻠﯥ خوا ﻣﯥ حيران حيران كتل . لكه د لو مړي ځل ﻟﭙﺎره چې يو ﯤ نوي دنيا ته راننوتلى وم .
چې د ﺳﯿﻨﯥ په منځنۍ برخه ﻛﯥ ﻣﯥ په يوه برجوره كلا ﻛﯥ ر ڼا په نظر شوه . په منډه ورغلم . څه ګورم !
چې زما د وجود ټول غير عادي وګړي په نوموړي كلا ﻛﯥ راغونډ شوي او زما د ﻫﻤﯧﺸﻨﻲ عادت د ګنا او ثواب په اړه ﺧﭙﻠﯥ راﯾﯥ وړاندﯤ كوي . غونډﯤ ته پرته له تشر يفاتي حركاتو ورننوتم .
سلام ﻣﯥ واچاوه او په خورا درناوي سره د غونډﯤ د مشر په څنګ ﻛﯥ چې زړه نوميږي او زما د وجود د ټولواك په دنده باندﯤ هم كار كوي ودرﯦﺪم . زما د وجود د

ټولواك كټ مټ د خپل اولاد په څېر خاطر راباندﯤ وسوزﯦﺪه ،په سر ﯾﯥ لاس را کﯧښود او د نه وار خطا ﻛﯧﺪو په نيت ﯾﯥ له ټولو غونډه والو څخه پټ او مرموز سترګك راته وواهه .
زه هم پوه شوم چې اوس ﻣﯥ انشأ الله نو خبره اورﯦﺪل كيږي .
د لوړو احساساتو په بدر ګه ﻣﯥ د لومړي ځل لپاره دپښتنې (ملاﻟﯥ ) پړﺍنګ تر اﻏﯧﺰ لاندﯤ راوستونكي ټپې په څېر په لوړ غږ وويل !
ما لا تر اوسه ستاسو كړنو او ﺗﯧﺮوتنو ته د شك او نا پوهۍ په سترګو كتل . خو نن ثابته شوه چې تاسو ټول يوا ځې او يوا ځې د ﻫﻐﯥ مړۍ په تمه ژوند ﺗﯧﺮﻭۍ چې په شپه او ورځ ﻛﯥ د وجود له يوه كو چني ستوني څخه درته راﺗﯧﺮيږي .
تاسو كله هم دا فكر ونكړ ، چې كه خداى (ج) مكړه دا ستونئ بند شي ، او دا غاښونه مات شي چې تاسو ته په ﺧﭙﻞ وخت تيار شوي خواړه راﻟﯧږدوي . نو ددﯤ په ځاي چې د ﺧﭙﻞ وجود د برجورﯤ كلاپه انګړ ﻛﯥ د لوږﯤ له امله لاس او پښې ټكوو .
بايد بهر ته لاره ولرو او په بهرنۍ نړۍ ﻛﯥ د ځان لپاره ځا نګړي محلونه جوړ كړ و . دا ځكه چې تاسو كله هم د ﻫﻐﯥ د ښكلي مخ په ر وښانه ځمكه باندﯤ قدم ندى ايښى . كنه نو تر اوسه به تاسو هم زما په څېر د ﺧﭙﻞ وجود ځپلى ﻫﯧﻮاد پرايښى وو او ټول عمر به هماغلته اوﺳﯧﺪۍ چې هره شپه د رحمت مبار ﻛﯥ پر يښتې ورباندﯤ د ﺧﭙﻞ ستر خداى (ج) په رسمي امر سره د رحمت مقدس ګلونه وروي . زما د وجود ټول رئيسان اوواړه منصبداران چوپ ناست وو .
يواځې زړه وو، چې ﺧﭙﻠﻪ وروستۍ پرﯦﻜړه ﯾﯥ واوروله .
تاسوټول زموږ د ﻫﯧﻮاد مخور او مسؤلين تر صبا ماخسوتن پورﯤ صبر وكړى . زه غوا ړم چې صبا ته په ﺧﭙﻠﻪ له ده سره د باندﯤ ووځم .
كه ر يښتيا هم د ﻫﻐﯥ د مخ په سيمه ﮐﯥ لكه ( دى ) چې وايي زمو ږ ﺷﭙﻪ د ﺧﭙﻞ

وجود له ﻫﯧﻮاد څخه ښه او بختوره ﺗﯧﺮيږي او ژوند مو د نېكمرغۍ په لوري ګام اخلي . نو زما دا پرﯦﻜړه ده . چې ټول په ګډه د وجود په ﻫﯧﻮاد ﻛﯥ دا برجورﯤ كلا ګاﻧﯥ پر ﯦږدو او هلته د ﻫﻐﯥ د مخ په ښېر ازه سيمه باندﯤ ځان ته يوه لويه پاچاهي جوړه كړو . ما تر صبا مازديګر پورﯤ ﻫﻐﯥ ته پاس د ستر ګو په كړكيو ﻛﯥ په ﺑﯥ صبر ۍ سره انظار كاوه . كله چې مازديګر مهال هغه په ﺧﭙﻞ ﭘﺨﻮاني انداز لكه د ښا ﭘﯧﺮ يو ميره راغله . نو دﺧﭙﻞ وجود پاچا ته ﻣﯥ چې زړه نوميږي ورنار ﯤ كړ ې .
پاچا صيب !
پاچا صيب !
هله ! هله زر كوه !
هغه ! هغه!
راغله .
هله !
راځه چې په ګډه ﯾﯥ د اننګو په جنتي ځمكه باندﯤ لمنځونه ادا كړو . راځه چې
د مخ په سپېڅلي ځمكه باندﯤ ﯾﯥ ﺧﭙﻞ ﺳﭙﯧڅلي خداى (ج)ته پرته له ريا سجدﯤ ولګوو .
زماپه ناروباندﯤ زما د وجودپاچا هم په منډه پاس د وجود كړكيوته چې سترګې نوميږي راوخوت .
د ﻫﻐﯥ په لومړي ځل ليدو سره ﯾﯥ له سترګو څخه او ښكې روا ﻧﯥ شوﯤ .
ټول ورپورﯤ تړل شوي رګونه ﯾﯥ له ځانه څخه وشلول . او ددﯤ پر ځاى چې له ما سره ﯾﯥ يوځاى د مخ ننداره وكړي .
په يوه خوندور او بيړني ټوپ سره ﯾﯥ سترګوته را ځينې والوته ، او د ﻫﻐﯥ وجود دفا عي ځواك چې خبر ﯦﺪه !
زما زړه ﯾﯥ د وجود تل ته ر ﺳﯧﺪلاي وو او د ﻫﻐﯥ د روښانه ضمير ترڅنګ ﯾﯥ د اوﺳﯧﺪا ﻟﭙﺎ ره ﺧﭙﻞ د وفا جواز ليك د لاسليك ﻟﭙﺎ ره د ﻫﻐﯥ د وجود مركزي دفترته ورسپارلى

وو . زه تر اوسه د ﺧﭙﻞ وجود په روښانه كړكيو ﮐﯥ چې سترګې نوميږي د ﺧﭙﻞ ورك شوي پاچا د ﺑﯧﺮته را ﺳﺘﻨﯧﺪو ﻟﭙﺎ ره انتظار كوم .
لاندﯤ هم نشم راكوزﯦﺪاي . وﯦﺮﯦږم چې د وجود مخور چارواكي به بل ډول چلند راسره وكړي .
ځكه چې د دوي ټولوا ك او د غونډﯤ مشر ﻣﯥ ورځينې ورك كړيدى . خو اخر به ما هم دا ډول ﻫﻤﯧﺸﻨﻰ انتظار ستړى كړي .
ﮐﯧﺪاي شي چې زه هم يوه ور ځ د ﺧﭙﻞ وجود د بختور پاچا په څېر د ﻫﻐﯥ د روښانه ضمير تر څنګ د اوﺳﯧﺪا لپاره ﺧﭙﻞ د وفا جوازليك د ﻫﻐﯥ د وجود مركزي دفتر ته ورو سپارم او د ﺧﭙﻞ وجود پراخه ﻫﯧﻮ اد هغو مخورو چارواكو ته ورپرﯦږدم چې مينه به ﯾﯥ ګنا او يا كټه مټه ﻟﯧﻮنتوب بلله .

1382/3/19ه ل رأس الخېمه