د افغانستان زعفرانو د ښه کفیت نړیوال مقام خپل کړ

د افغانستان زعفرانو د ښه کفیت نړیوال مقام خپل کړ


  • 8 مياشتي دمخه (16/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 214

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي د افغانستان زعفران یو ځل بیا د غوره کیفیت له اړخه د نړۍ د غوره زعفرانو لومړی مقام ګټلی.

د یاد وزارت په وینا افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې د اروپايي ټولنې د خوراکي توکو د خوندیتوب د نړیوال انسټیټوټ لومړنۍ جایزه ترلاسه کړه چې په وینا یې یاده جایزه د زعفرانو کیهان کرنیز شرکته ورکړل شوه.

د مسوولینو په وینا دغه د خوند درې زرین ستوري جایزه له نړیوال باور څخه برخمنه ده چې له دې وروسته یاد شرکت کولای شي ددغه بنسټ له نښان څخه د خپلو زعفراني محصولاتو لپاره په نړیواله کچه ګټه پورته کړي.

د خوراکي توکو د خوندیتوب نړیوال انسټیټوت په ۲۰۰۳ کال کې په بروکسل کې جوړ شوی او له هماغې مودې راهیسې یې د سلګونه ډوله خوراکي توکو خوند ازمایلي دي.