هرڅه په قسمت نه ترلاسه کیږي.

هرڅه په قسمت نه ترلاسه کیږي.


  • 1 مياشت دمخه (16/01/2021)
  • 126

 

لیکنه: رومل مجروح سهاک

سړي به په مارتول باندي خلکو ته تیږی وړی کولی ، غټی غټی تیږی به یې ټوټه ټوټه کولی څو یې د سنګ کاری له پاره تیار کړي ، یوه ورځ یوه ارواپوه ولید او ویې پوښته چې په دي کار سره د ورځي څو پیسې ترلاسه کوې ؟ هغه ورته وویل : پنځه ډالره . ارواپوه ورته وویل : زه به د ورځي پنځوس ډالره درکوم له ماسره کار کوه ، خو زما کار له نورو خلکو بیل دی زما تیږی به  په سټک وهی په  او په مارتول به یی نه وهی. مزدور ورته وویل : په دي ډول خو تیږی نه ټوټه کیږې ! ارواپوه ورته وویل : ستا کار له ډالرو سره ده ته دي خپله مزدوري اخله تیږی په دي ډول وهه که ټوټه کیږې اویانه ټوټه کیږې پروا نه کوي .

 

سړي کار پیل کړ ، یو څه وخت یې تیږی وډبول وروسته دکار په عبثوالي پوه شو چې بي نتیجي لګیا یم او تش تیږی ډبوم ، زړه یې کار ته نه کیده، بدن یې سست شو او ارواپوه ته یې پنځوس ډالر ور واچول ورته ویې ویل : یاره خپلې پیسې دي واخله زه دا ډول کار نه کوم . ځم بیرته خپل کار کوم هغه پنځه ډالره راته ښه دي .ارواپو ډاکټر پوښتنه ورنه وکړه چې ولي ؟ ده ورته وویل : مابه چې کله تیږه په مارتول ووهله او دوه ځایه به شو ، په بدن کې به مې د نشاط او بیداري احساس راپورته شو ، تیږه به چې دوه ټوټه شو ، وړې ټوټې به یې یوه بل لورته والووتلې  هغه منظر ډیر خوند کاوه زه په هغه ډول کار روږدی شوی وم مابه هلته دبریالیتوب احساس کاوه .

 

لویدیځوالو پوهانو د کار په اړه څیړنې کړې دي هغوی دي پایلې ته رسیدلې دي چې کار اوبوختیا که ډیره کمه او نه ستړې کوونکی هم وی هم دا د انساني بدن له پاره مثبتي پایلې لرې ، خپګان او روحي ستوماني له منځه وړي . وایې څوک چې بدني کار کوي هغوی دنیکمرغي احساس کوي .

 

په اسلام کې دکار او عمل اهمیت خورا زیات دی پخپله مسلماني ټول کار ده ،  ایمان  د زړه  ، عقل اوبدن دغړو عمل ده   انبیاوو هم ګڼ شمیر کسبونه کړي دي لکه  ، زراعت ، شپني ، دلاس کار او داسې نور ، د امت علماو  هم مختلف کارونه کړې دي 

نن لويدیځواله نړۍ او نور پرمخ تللي هيوادونه دعلم اوتخنیک په برکت پلانګزاري او سختو کارونو دي مقام ته رسولې دي ، دعربو په ځمکه کې لوی څښتن تعالی تور زر راخوټولی دی

خو د پوهې او بیکاري لامله یې په هر شي کې لویدیځ او دهغوکمپنیو ته احتیا ج دي ، 

یو ځای کی می 

د متحده ایالاتو یو د پخواني ولسمشر روزویلټ په اړه ولوستل چې له کار سره یې بې کچه مینه لرله ، کله چې په کال ۱۹۰۰م کې د ولسمشري له پاره کاندید شو په انتخبابتي غونډو کې یی 700 په شاوخوا کی  ویناوې وکړې او شل زره ّ میله څخه یې زیات سفر وکړ ، په یوه غونډه کې د  دښمن له خوا په برید پرې وشو ، لاس یې مات شو اوپه سینه کې یې مرمۍ ونښتله ، روغتون ته یې له تګ نه انکار وکړ یو ساعت یې خبرې وکړې او وروسته روغتون ته ولاړ ،

 

 زموږ ځیني لټ او تمبل خلک چې کارته وهڅول شي ځواب یې داوي چې هرڅه په نصیب اوقسمت دي !  زه د هغه مسلمان عالم دا وینا تاید کوم چی وای  : زه  هغه مسلمان یم چې د قسمت او نصیب په خبرو ایمان لري خو زما تجربه ده چې څومره کار زیات کوم هغومره مې  په نصیب او قسمت کې زیاتوالی راځي . ښکاره خبر ده چې څوک کار کوي هغه د کار په ډګر کې ژوندی پایلي او دکار میوه ترلاسه کوي او څوک چې خوبونه کوې هغه خوبونه ویني .

نو مونږ باید نصیب او قسمت ته په تمه ونه اوسو.