د کندهار برید د ۳ بریدګرو وژلو سره پای ته ورسید

د کندهار برید د ۳ بریدګرو وژلو سره پای ته ورسید


  • 10 مياشتي دمخه (16/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 311

د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ کې د ملي امنیت پر ورکشاف د وسله والو ډله ییز برید له ۴ ساعتونو جګړې وروسته د ۳ بریدګرو په وژل کیدو سره پای ته ورسید.

وسله والو بریدګرو نن سهار ۸ بجې له چاودیدونکو توکو ډک یو هاموې ټانګ څخه په استفادې د دامان ولسوالۍ د ملي امنیت پر ورکشاف موټر بم چاودنه وکړه چې وروسته د وسله والو بریدګرو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوه.

د امنیتي مسوولینو په وینا په دغه نښته کې یو ملکي وګړی او د ملي امنیت یو کارکوونکی ټپيان شوي او ۳ وسله وال بریدګر وژل شوي دي.

د مسوولینو په وینا د موټر بم چاودنې له امله د مالي زیانونو کچه لوړه ده او ددغه برید پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.