لوګر کې ۲۹ طالبان ووژل شول او ۶ نور ټپیان دي

لوګر کې ۲۹ طالبان ووژل شول او ۶ نور ټپیان دي


  • 6 مياشتي دمخه (15/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 236

کورنیو چارو وزارت وايي د پولیسو ځانګړو ځواکونو تیره شپه لوګر ولایت کې پوځي عملیات ترسره کړي چې پایله کې د طالبانو ۲۹ کلیدي غړي وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې دغه وسله وال طالبان د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ اړوند زرغون ښار سیمه کې د پولیسو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي.

د خبرپاڼې له مخې په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو پنځه پټنځایونه او ۵۳ کړۍ ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان کمانډو ځواکونو دوه ورځې وړاندې د مرکز پل علم اړوند سیمه کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو د ماینونو جوړولو یو ستر کار ځای له منځه یوړ.