دوحه کې د دواړو لوریو ترمنځ ناستې دریدلي.

دوحه کې د دواړو لوریو ترمنځ ناستې دریدلي.


  • 3 کاله دمخه (14/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 996

دوحه کې د مرکچي پلاوو ترمنځ له څو ورځو راهیسې ناسته نه ده شوې.

که څه هم دویم پړاو خبرو ته تمې وې، چې یو دایمي اوربند به ټینګ شي، خو له نږدې یوې اونۍ رادیخوا دوحه کې ددواړو ټیمونو ترمنځ په مذاکراتو کې هیڅ پرمختګ نه لیدل کیږي. اوس تازه له څو ورځو راهیسې ددواړو لوریو ترمنځ هیڅ ناسته نه ده ترسره شوې. د افغانستان د روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي، د افغان حکومت پلاوی پخپل منځي خبرو بوخت دی او د اجنډا پر توحید کار روان دی. طالب مذاکراتي پلاوي لا هم په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د سولې خبرې په داسې حال کې دریږي، چې له یو اړخه په کور دننه جګړو زور اخیستی او بل طرف یو شمیر رسنیو راپورونه خپاره کړي وه، چې له طالبانو سره افغان حکومت د سیاسي مشارکت په سر توافق ته رسیدلی.