عبدالله عبدالله کابل کې د هند د ملي امنیت سلاکار سره کتلي.

عبدالله عبدالله کابل کې د هند د ملي امنیت سلاکار سره کتلي.


  • 4 ورځي دمخه (13/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 13

کابل ته د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوول د خپل سفر د لیدنو په ترڅ کې د افغانستان د روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي.

د مصالحې عالي شورا خپره کړې اعلامیه کې وايي، په دغه کتنه کې دواړو خواوو د سولې پر بهیر، له سولې څخه پر سیمه ییز او نړيوال ملاتړ او دغه راز د سولې په بهير کې د هند پر رول خبرې کړې دي.

د هند د ملي امنیت سلاکار له خپل افغاني سیال حمدالله محب، ولسمشر غني او یو شمیر نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدنې درلودې.

نوموړی به کابل ته د خپل دې سفر په ترڅ کې له یو شمیر نورو جګپوړو افغان چارواکو سره وګوري.