د کرونا ویروس د ۸۴ تازه پیښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۸۴ تازه پیښو ثبتیدل


  • 4 ورځي دمخه (13/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 17

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶ تنه مړه شوي او ددغه ویروس ۸۴ تازه پیښې ثبت شوي.

د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په وینا په یاده موده کې ۱۹۹ نور کسان له کرونا ویروس څخه بیرته رغیدلي دي.

د مسوولینو په وینا له نویو تازه پیښو سره په ټول هیواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۵۳ زره او ۷۷۴ تنو ته ورسید چې له دې ډلې دوه زره او ۳۱۴ تنه مړه شوي او ۴۴ زره او ۸۱۰ تنه بیرته رغیدلي دي.