کورنیو چارو وزارت په غزني، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د یو لړ عمایاتو په ترڅ کې د یو اندازه چاودیدنکو توکو کشف او د خنثی کېدو خبر ورکوي.

کورنیو چارو وزارت په غزني، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د یو لړ عمایاتو په ترڅ کې د یو اندازه چاودیدنکو توکو کشف او د خنثی کېدو خبر ورکوي.


  • 5 مياشتي دمخه (12/01/2021)
  • خالد سهار
  • 253

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې غزنې کې ملي پولیسو د دې ولایت ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ اوپراتیفي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د تلوېزیون جوړونې د کار ځای تر نامه لاندې یوه هټۍ چې د سړک غاړې ماینونو په جوړولو کې ترې ګټه اخیستل کېده، کشف کړې ده.

 

وزارت زیاتوي، له دغې هټۍ څخه چاودېدونکي توکي او یو پایه تلوېزیون چې د تروريستي پېښو په موخه ترې کار اخیستل کېده کشف او ترلاسه کړي دي.

 

د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو د دې هټۍ څښتن او درې نور همکاران یې نیول شوي دي.

 

بلخوا؛

یاد وزارت د لغمان او ننګرهار ولایتونو په اړوند سیمو کې هم د ملي پولیسو له لوري د دوه بېلو عملیاتو په پایله کې د دوه کړۍ ماینونو د کشف او خنثی کېدو خبر ورکوي.