ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو له لوري ځانمرګی بریګر موخې ته تر رسېدو دمخه نیولی دی.

ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو له لوري ځانمرګی بریګر موخې ته تر رسېدو دمخه نیولی دی.


  • 8 مياشتي دمخه (12/01/2021)
  • خالد سهار
  • 291

د ننګرهار د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت ځواکونو له لوري د دې ولایت د اوومې ناحیې اړوند سیمه کې د وسله والو طالبانو ځانمرګی بریدګر موخې ته تر رسېدو دمخه نیول شوی.

 

یاد دفتر زیاتوي، چې دغه کس محمد حضرت نومېږي او د لوګر اوسېدونکی دی، نوموړي پر خپل جرم اعتراف کړی دی او ویلي یې دي، چې د وسله والو طالبانو له لورې ګمارل شوی و، ترڅو په قومي مشر عبدالخالق باندې ځآنمرګی برید ترسره کړي.

 

بل لورته وسله والو طالبانو په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.