فاریاب کې د هاوان لګیدو ۴ تنه ووژل

فاریاب کې د هاوان لګیدو ۴ تنه ووژل


  • 5 مياشتي دمخه (11/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 148

د فاریاب ولایت امنیتي مسوولین وایي د وسله والو طالبانو له خوا د هاوان ګولۍ د لګیدو له امله ۴ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

د فاریاب امنیه قومانداني وایي دغه پیښه د یاد ولایت د دولت اباد ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوې چې له امله یې یو پوځي او یو ملکي وګړی وژل شوي او ۶ نور ملکي وګړي ټپيان دي.

امنیتي مسوولین دغه راز وایي چې ددغه ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې هم د طالبانو له خوا د توغول شوي هاوان له امله ۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۳ نور چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي ټپیان شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.