هند له یوې سختې مقابلې وروسته اسټرلیا سره لوبه مساوي پای ته ورسوله.

هند له یوې سختې مقابلې وروسته اسټرلیا سره لوبه مساوي پای ته ورسوله.


  • 6 ورځي دمخه (11/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 46

د هند او اسټرلیا ترمنځ د ټییسټ سیالیو دریمه لوبه مساوي پای ته ورسیده.

یاده لوبه کې اسټرلیا په لومړي وار ۳۳۸منډې جوړې کړي، هندۍ لوبډلې یې په ځواب کې ۲۴۴  منډې جوړې او ۹۴رنځه له کوربه اسټرلیا څخه قرضداره شوه. دوهم اننګز کې بیا اسټرلیا بهترینه توپوهنه وکړه او  ۶ لوبغاړو په سوځېدو یې  ۳۱۲منډې جوړې او هند ته یې  ۴۰۶  منډو هدف ورکړ.

هند بیا پخپل دوهم وار کې ښه لوبه وکړه خو د وخت د ختمیدو له کبله یې د وروستۍ ورځې ترپایه د ۵ لوبغاړو په سوځېدو   ۳۳۴ منډې وکړې او سیالي مساوي پای ته ورسیده.

تر دې وړاندې دوه ټیسټ سیالۍ ترسره شوې وې، چې یوه یې اسټرلیا او بله یې هند ګټلې وه.