دهیواد د بهرنیو چارو وزیر کابل کې نننی برید غندلی.

دهیواد د بهرنیو چارو وزیر کابل کې نننی برید غندلی.


  • 5 مياشتي دمخه (10/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 200

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د عامه ساتنې د ملي تصدۍ پر ویاند برید غندلی.

نوموړيوپر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د عامه ساتنې د تصدۍ وياند، مبارز او پر وطن مين ځوان ضيا ودان د بې رحمانه شهادت خبر سخت خواشينی کړی یم.

 حنیف اتمر وایي،زموږ له ځوان، باخبره، پوه او باورمند نسل څخه د ترهګرو ويره دا په ډاګه کوي چې موږ هيڅکله په شا نه ګرځو او پر روښانه راتلونکي باور لرو.  نوموړي د شهيد ودان کورنۍ ته د تسليت ترڅنګ ویلي، افغانان قرباني ورکوي او نور باید دوی په سوله کې ژوند وکړي.

ارګ هم د ضیا ودان پر مړینه خواشینې ښودلې او دا کړنه یې د طالبانو بللې، طالب ډلې بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.