تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ تنود کرونا له ناروغۍ څخه خپل ژوند د لاسه ورکړی.

تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ تنود کرونا له ناروغۍ څخه خپل ژوند د لاسه ورکړی.


  • 1 کال دمخه (09/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 360

په ټول هیواد کې پر کرونا د اخته وګړو شمیر له ۵۳ زرو اوښتی.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ۸۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي، چې په دې سره، په ټول هیواد کې په یاد ویروس د اخته کسانو شمیر تر ۵۳ زره او ۴۶۲ تنو ته ورسید. د روغتیا وزارت د خبر له مخې د ۲۴ ساعتونو په موده کې بیا  ۱۲ تنه مړه شوي او ۳۰۰ نور بېرته ترې رغیدلي.

روغتیا وزارت له هیوادوالو غواړي، چې روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي، ځکه ددوی په وینا لاهم د افغانستان روغتیایي سکتور په یواځې ځان له دغې ناروغۍ ددفاع توان نلري.