سولې ته د رسیدو لار د مؤقتې ادارې رامنځته کول دي.

سولې ته د رسیدو لار د مؤقتې ادارې رامنځته کول دي.


  • 10 مياشتي دمخه (09/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 376

 ګلبدین حکمتیار وایي، اشرف غني خپله څوکۍ په خطر کې ویني.

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وایي، که افغانان غواړي یوې ریښتینې سولې ته ورسیږي، باید یوه مؤقته اداره رامنځته کړي. حکمتیار وایي، طالبان دا نه مني، چې ولسمشر غني دي یو کال نور هم په واک کې پاتې شي، دی وایي، تر هغې طالبان سولې ته زړه نه ښه کوي، تر څو د اوسني حکومت په رهبرۍ کې بدلون رانشي. د حزب اسلامي ګوند مشر دغه راز زیاتوي، چې ولسمشر اشرف غني پخپلې څوکۍ ویریږي، نو ځکه پر جمهوریت ټینګار کوي.

حکمتیار دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په هیواد کې د ځینو سیاسیونو له لوري د مؤقتې ادارې د جوړیدو غوښتنې یو وار بیا زور اخیستی.