دملي امنیت سلاکار حمدالله محب د جوزجان دیني علماوو او د جلا قومونو له مشرانو سره ولیدل.

دملي امنیت سلاکار حمدالله محب د جوزجان دیني علماوو او د جلا قومونو له مشرانو سره ولیدل.


  • 6 مياشتي دمخه (06/01/2021)
  • خالد سهار
  • 229

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، تېره ورځ ماښام مهال د جوزجان ولایت له یو شمېر دیني علماوو او د دې ولایت د بېلابېلو قومونو له مشرانو سر ولیدل.

 

په یاده ناسته کې د دې ولایت د عمومي وضعیت په هکله هر اړخیزې خبرې اترې وشوې او ګډونوالو د خپلې سیمې ستونزې د ملي امنیت سلاکار سره د حل په موخه شریکې کړې، چې نوموړي د بشپړې هکارۍ ډاډ ورکړ.

 

په ناسته کې د راغلو کسانو له لوري ښاغلي محب ته د اعزاز د چپنې تر ور اغوستلو وروسته پګړۍ هم ور پر سر کړل شوه.