عبدالله او خلیلزاد: د تاوتریخوالي زیاتوالي د منلو نه دی

عبدالله او خلیلزاد: د تاوتریخوالي زیاتوالي د منلو نه دی


  • 8 مياشتي دمخه (05/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 200

د مصالحې عالي شورا وایي چې ددغې شورا رییس عبدالله عبدالله او د افغان سولې برخه کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل منځي لیدنه کې د سولې بین الافغاني خبرو اترو د دویم پړاو په اړه خبرې وکړې.

د ملي مصالحې عالي شورا له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  عبدالله عبدالله په دغه لیدنه کې د افغان سولې برخه کې د امریکا له ملاتړ او هڅو هرکلی وکړ او وویل چې افغان حکومت سولې ته رسیدو ته ژمن دی او هڅه کوي له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې تلپاتې سولې او ثبات ته ورسیږي.

عبدالله دغه زار وویل چې د تاوتریخوالي زیاتوالی او هدفي وژنې د منلو نه دي او پایداره سولې ته د رسیدو لپاره یې پر دایمي اوربند ټینګار وکړ.

په ورته مهال زلمي خلیلزاد ویلي چې دواړه خواوې باید سولې ته د رسیدو او جګړې د پای ته رسیدو لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه پورته کړي او نوموړي د تاوتریخوالي زیاتوالی د نه منلو وړ وباله او د پام وړ کمولو باندې یې ټینګار وکړ.