یوناما: د جګړې بندیدل د سولې خبرو لپاره مهم دي

یوناما: د جګړې بندیدل د سولې خبرو لپاره مهم دي


  • 6 مياشتي دمخه (05/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 176

 

دوحې ته د دولت د مرکچي پلاوي له سفر سره هم مهال په کابل کې د ملګروملتونو سازمان یا یوناما دفتر له دولت او طالبانو غوښتي چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره کار وکړي.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي "دا خبرې د جګړې د پای او سولې ته د رسېدو لپاره مهمې دي. مذاکره کوونکي له یو لړ پېچلو ننګونو سره مخامخ شول او لا ډېر کار پاتې دی، خو دواړه پلاوو د خبرو اترو په لومړي تاریخي پړاو کې چې په سپټمبر کې پیل شو ښه همکاري درلوده چې په تدریجي ډول یې ریښتینی پرمختګ وګړ".

د یوناما مشرې دیبرا لاینز ویلي، له دواړو غاړو یې غوښتنه دا ده چې له دې فرصته په ګټه اخیستو د تاوتریخوالي د کموالي لپاره زمینه برابره کړي، چې د لا ډېرو افغانانو وژل کېدل پای ته ورسېږي.

لاینز وايي، د یو داسې سياسي ثبات راتلو په هیله ده چې د افغان ټولنې د ټولو برخو لپاره د منلو وي.

یوناما دغه راز وایي له دواړو خواو سره نږدې اړیکه لري او د اړتیا په صورت مرستې ته چمتو ده.