کابل ته د زلمي خلیلزاد سفر او عبدالله سره یې لیدنه

کابل ته د زلمي خلیلزاد سفر او عبدالله سره یې لیدنه


  • 10 مياشتي دمخه (05/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 383

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راورسېد.

خلیلزاد چې سیمې ته یې تازه سفر پیل کړی، له پاکستاني چارواکو سره تر کتنې وروسته نن سهار کابل ته راغی.

نوموړي کابل ته د سفر په لړ کې د مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره کتلي او د سولې اړوند موضوعاتو په اړه یې خبرې کړي.

ټاکل شوې چې خلیلزاد له یو شمیر نورو افغان چارواکو سره هم د سولې پروسې په اړه خبرې وکړي.