افغان مذاکراتي پلاوی د بل پړاو خبرو لپاره دوحې ته ځي.

افغان مذاکراتي پلاوی د بل پړاو خبرو لپاره دوحې ته ځي.


  • 8 مياشتي دمخه (04/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 241

د دوهم پړاو مذاکرتو لپاره به نن افغان پلاوی دوحې ته لاړشي.

د سولې خبرو کې له شل ورځني ځنډ  وروسته، افغان پلاوی د بل پړاو خبرو لپاره دوحې ته ځي. ټاکل شوي دوهم پړاو خبرې سبا د قطر په پلازمینه کې پیل شي.

افغان مذاکراتي پلاوي له تګ وړاندې، ولسمشر غني سره هم کتلي وو. په دې لیدنه کې ولسمشر غني افغان پلاوي ته د دولت د ملاتړ ډاډ ورکړی، او ویلي یې دي، چې یاد پلاوی باید د افغانانو له حقوقو په بشپړ ډول دفاع وکړي. نوموړي همدا راز ویلي، مذاکرات باید د اساسي قانون په رڼا کې مخ ته یووړل شي.

دوهم پړاو مذاکرات په داسې حال کې پیلیږي، چې افغان حکومت، ځېنو هیوادونو او نړیوالو ټولنو پر طالبانو د اوربند غږ کړی.طالب ډلې لاهم د دوهم پړاو مذاکراتو په اړه څه نه دي ویلي.